کابل /د تلي ٢٢مه /باختر
د مزارشريف ښاروالي مسوولينو د دغې ښاروالي دعوايدو د زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغې ادارې عوايد په شفاف ډول راټول کړى شوي دي.
د مزارشريف ښاروال مولوي قدرت الله طارق د باختراژانس له خبريال سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل: د مزارشريف ښاروالي مسوولين په ټولو امکاناتواوژمنې سره د خلکو د سوکالى او د ښار د پاکولو په خاطر هلې ځلې کوي. چې له نيکه مرغه د ښار د تنظيف د ٣٦ موټرو له جملې څخه چې يوشمېريې غير فعال و،بيا ترميم شوي دي.
هغه زياته کړه دغه ادارې دعوايدو د راټولولو په خاطر دوه کمېټې موظفې کړي دي چې د هټيوالو سره په تفاهم کې د عوايدو د راټولولو ستونزه حل کړي.
مولوي قدرت الله طارق دعوايدو د راټولولو او زياتوالي په اړه وويل چې د ښار د ناحيو ټولومسوولينو په ژمنې سره هلې ځلې وکړي چې د خلکو او اصنافو په سلامشورې سره د مزارشريف د ښاوالي عوايد په شفاف ډول راټول کړي چې د دغې ښاروالي عوايد د تېرکال په پرتله زيات شوى دى.
طارق د هغو زيرزمنيو په اړه چې د روغتون په واټ کې د جوړولوپه حال کې دي وويل: هلې ځلې کوي چې د دغوزيرزمنيو د جوړولو کار ګړندى کړي چې د سړکونود بندېدو ستونزه حل شي.
د مزارشريف ښاروال له خلکو وغوښتل چې د ښار د پاکۍ اوصفايى او د سړکونو په پرانستلو کې له ښاروالي سره همکاري وکړي.
-ج-ا