خبرونهټولنه

د مزار- حيرتانو په لويه لاره کې دولس کيلومتره شين کمربند جوړېږي

 کابل / د سلواغې دويمه /باختر

د بلخ د کرنې اواوبو لګولو رياست د مزارشريف-  حيرتانو د لويې لارې په تګلورې کې  د  ١٢ کيلومتره شين کمربند د جوړولو خبرورکړ .

د باختراژانس د خبرله مخې؛ ټاکل شوې ده  د بلخ د کرنې اواوبو لګولو رياست  په  ١٤٠٠کال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت  په مالي ملاتړ  د  مزارشريف – حيرتانو په لويه لاره کې  د ١٢ کيلومترو په اوږدوالي او له ٥٠څخه تر ١٠٠مترو سور سره  شين کمربند جوړ کړي .

د بلخ والي چې په همدې مقصد دغه ساحې  وکتلې د والي د مرستيال په مشري  او د يو شمېر  اړوندو بنسټونو د مسوولينو په غړيتوب  د شين کمربند د جوړولو لپاره د ساحې د تشخيصولو په خاطر يوه کمېټه  وګومارله .

ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته