ټولنه

د مزار – شبرغان پر لویې لارې په ترافیکي پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي

کابل / د مرغومې ۱۹ مه / باختر
د مزار- شبرغان پر لویې لارې ټونس او کرولا ډوله موټرو په ټکر کې څلور تنه وژل شوي دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري باختر آژانس ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په یاده ترافیکي پېښه کې نهه نور کسان ټپيان شوي دي.
د پېښې لامل ګړندیتوب ښودل شوی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته