خبرونهټولنه

د مزار شريف  ښاروالۍ عمومي اشر ترسره  کړل

کابل /دليندې ٤مه /باختر

د مزارشريف  ښاروالي پرون له کثافاتو څخه د ښارد پاکولواو په ژمي کې د اوبود بندېدو د مخنيوي لپاره عمومي اشر ترسره کړل.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې اشر کې د مزارشريف ښاروالي د ١٢ګونو ناحيومسوولينو او کارکوونکو دعمومي اشر په ترسره کولو سره له کثافاتو څخه ښار پاک کړل .

د مزارشريف ښاروال مولوي قدرت الله طارق رسنيو ته وويل: اوس د دې وخت رسېدلى دى چې د مزارشريف ښار پاکه څيره خپله کړي،  ځکه پاکي اوصفايي د ښار په ښکلا کې مثبته اغيزه لري اودغه اداره به په دې لاره کې  له هيڅ رازهلوځلو ډډه ونه کړي.

طارق د ښاري نظم په تطبيق کې د مزارشريف  ښاروالي د پرله پسې هلوځلوخبرورکړ او ويې ويل چې هيچا ته اجازه نه ورکوي چې  ښاري نظم ګډوډ کړي.اود مزارشريف ښاروالي د مقرراتواوطرز العمل  پرخلاف کار وکړي.

د مزارشريف ښاروال په سړکونوکې د اوبو د راټولېدو اود ويالو بنديدو ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې د دې کار يواځنى دليل د ښاري منظم کاناليزاسيون نشتوالي دى  اود دغې ښاري ستونزې په لرې  کولو جدي ټينګاروکړ.

د مزارشريف ښاروال د ښارپه ١٢ ګونو ناحيو کې په  څو زيانمنونکوسړکونو د کريړ اچولوخبرورکړ او ويې ويل دهغو زيانمنونکوساحو د پېژندلو لپاره چې خلک له زياتو کلونو راپديخوا له هغه سره مخ دي کار دوام لري.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته