ټولنه

د معلولينو د ځواکمنتيا نړيواله ورځ په هرات کې ونمانځل شوه

کابل /د ليندې ١٢مه /باختر
د معلولينو د ځواکمنتيا نړيواله ورځ د ليندې ١٢نيټه نن په هرات کې ونمانځل شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د هرات ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د سرپرست مولانانعيم الحق حقاني د ملکي بڼسټونود مسوولينو اويوشمېرمعلولينوپه ګډون جوړه شوه، د معلوليت لرونکوکسانو د بنسټونود ملي ټولنې رييس وکيل احمد نيکزاد د دوى د لارې پرسر مهمې پرتې ستونزې د کاري زمينو،ښوونې اوروزنې د زمينونشتوالى ، دولتي اوخصوصي بنسټونوته د دوى د تګ راتګ لپاره د زمينونشتوالى اوپه دولتي اداروکې د دوى نه استخدامول وبللې.
دغه راز د غونډې برخه والو په هرات کې د افغانستان د اسلامي امارت د پروګرامونو په ملاتړسره ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي امارت تر څنګ د هېواد په ودانولوکې فعاله ونډه اخلي.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني په خپلوخبروکې وويل: معلوليت محدوديت نه دى ، په تېرو شلوکلونوکې ستاسوحقوقو ته پاملرنه نه ده شوې اواسلامي امارت د هېواد په مرکزکې په هغوميکانيزمونوکار کوي چې د معلوليت لرونکوکسانو حقوق په سمه توګه هغوى ته ورکړل شي.
حقاني د سيمه ئيزې ادارې د صلاحيتونوپه چوکاټ کې د دغه قشر د ستونزو په حل کولو اومرکزي مقاماتوته د دغو ستونزو په ليږدولوکې د همکارى ژمنه وکړه .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته