خبرونهفرهنګ

د ملا فيض محمد کاتب هزاره د نوي‏یم تلین درناوى وشو

۳۴- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې نن د ملا فيض محمد کاتب هزاره د نوي‎يم تلین درناوى وشو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي وويل چې فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د معاصر تاريخ یو پياوړی ليکوال و او له هغه څخه زيات آثار پاتي دي چې سراج التواريخ د هغه له تلپاتو آثارو څخه دى.
هغې زياته کړه چې د یو هېواد هويت او ازرښت د هغه په تاريخ پورې تړاو لري.
دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق وويل چې د افغانستان تاريخ بيا کتنې ته اړتيا لري.
د هغه په باور؛ افغانستان تاريخي خبرو اترو ته اړتيا لري چې حقايق روښانه شي.
هغه زياته کړه چې خلکو له تېر تاريخ څخه پند نه دى اخيستى او په همدې دليل د دغه هېواد تاريخ په وار وار تکرار شوى دى.
د پوهنتون استاد قنبرعلي تابش د فيض محمد کاتب هزاره د آثارو د پېژندنې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې هغه د دربار واقعه ليکونکى و چې بايد تاريخ د دربار په خوښه وليکي، خو د پټ‎کارۍ له فن او لارو چارو څخه په استفادې سره یې د افغانستان واقعيتونه په تاريح کې درج کړي دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع د کاتب هزاره د شخصيت په اړه یوه مقاله ولوستله او ويې ويل چې د هغه په آثارو کې ځينې پېښې سانسور شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د غونډې په پاى او جمع بندۍ کې له ويناوالو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او د هېواد د تاريخ ليکنې په برخه کې د ملا فيض محمد کاتب هزاره د خدمتونو په ستاينې سره يې د تاريخ پر مطالعې ټينګار وکړ.
دا غونډه “انسان بنسټ” د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د تاريخ اوونۍ په مناسبت جوړه کړې وه.
پاى\ ذ\ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته