ورزش

د ملنګ جان جام سیالۍ کوارټرفاینل پړاوو ته ورسېدې

کابل / د سلواغې ۴ مه / باختر
په ننګرهار کې د ملنګ جان بابا شل اوریزجام سیالۍ چې پر ۲۲ ولسوالیو سربېره د طورخم ښار ګوټي او کوچیانو لوبډلو په ګډون د جنورۍ په لسمه غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، نن اته لوبډلې غوره یا (کوارټرفاینل) پړاوو ته ورسېدې.
د یادو ولسوالیو سیالۍ په اتو ګروپونو وېشل شوي، چې هرې لوبډلې په خپل ګروپ کې دوه ـ دوه لوبې ترسره کړې او لاهم دوام لري. د دوی له منځه (غني خېل، اچین، حصارک، شېرزاد، کوچیان، کامه، بټي کوټ او هسکې مېنې) ولسوالیو لوبډلو وکولای شول بل پړاو سیالیو ته لار ومومي.
د نن ورځې سهارنۍ لوبه کې غني خېلو او کوچیانو لوبډلې لوبه ترسره کوي د دغې لوبې پچه غني خېل وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
ملنګ جان جام ولسوالیو سیالۍ به د جنورۍ تر۲۸ دوام وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته