امنیت

د ملي اردو يو جګپوړی مقام په ميدان وردګو کې ترور شو

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د تندر قول اردو د ملاتړيزې لوا قوماندان په ميدان وردګو کې د يرغلګرو په ډزو کې ووژل شو.
د تندر قول اردو د ملاتړيزې لوا قوماندان محمود وردګ چې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ ته تللی و، يرغلګرو له لرې واټن څخه پرې ډزې وکړې.
د ميدان وردګو يو امنيتي خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه.
هغه وويل: وسله والو طالبانو د نرخ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې سړک ته راوتلي وو او محمود وردګ هم د هغوی د ځپلو په موخه دغو سيمو ته تللی و چې د يرغلګرو په ډزو کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته