اعلامیهخبرونه

د ملي امنيت د شورا اعلاميه

٣٧- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
په بلوچستان کې د کان د افغان کارګرانو د شهادت په اړوند د ملي امنيت د شورا اعلاميه .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا د بلوچستان د مچ د سيمې وحشيانه او تروريستي عمل چې پکې د کان ٧ تنه افغان کارګران شهيدان شول، غندي.
د ملي امنيت شورا د شهيدانوله کورنيو سره په اړيکه کې ده او د هغوى د غوښتنې له مخې دايکنډي ته د شهيدانو د لېږدونې لپاره هوايي امکانات هم تنظيموي .
د افغانستان حکومت د دغې پېښې دهراړخېزې څېړنې او د هغه د عاملينو د محاکمه کولو غوشتنه کوي او چمتو دى چې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره لازمې همکارى وکړي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دغه راز د خپلو ٧ تنو شهيدو هېوادوالو دوسيې به د ديپلوماتيکي لارو به تعقيب کړي.
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته