سیاستخبرونه

د ملي امنيت د شورا دفتر د ولسي جرګې له غړو سره پتي اړيکې بې بنسټه وبللې

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
د ملي امنيت شورا په ټوليزو رسنيو کې هغه خپاره شوي خبرونه چې ګنې د ولسي جرګې يوشمېر غړي د ملي امنيت د شورا له دفتر سره پتي اړيکې لري او مالي مرستې ترلاسه کوي، بې بنسټه وبللې .
د ملي امنيت شورا په يوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده ويلي دي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د شورا دفتر د ملي شورا مقام او غړو ته درناوى لري اودغه شان خبرونه بې بنسټه بولي او ردوي.
د دغه شان بې بنسټو خبرونو خپرول د مغرضو کړيو کار دى چې غواړي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه اومقننه قوو ترمنځ ګډوډي رامنځته شي چې دغه دوې قوې په اوسنيو حساسو حالاتو کې د لازمو تصميمونو په نيولو کې له ستونزې سره مخ شي .
د ملي امنيت د شورا دفتر د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو ټولو غړو ته د درناوى ترڅنګ هلې ځلې کوي چې د حکومت او پارلمان ترمنځ همغږى زياته شي او په هېواد کې د ستونزو د حل په لاره کې د ملي شورا له ټولو غړوسره کاري اړيکې ولري او تل دغه اړيکې وساتي .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته