خبرونهامنیت

د ملي امنيت سلاکار : طالبان د تصميم نيولو واک نه لري

٢٠- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د ملي امنيت سلاکار وايي چې د طالبانو ډله سولې ته اراده نه لري او په دوحه کې د دغې ډلې هيئت د يوبل هېواد له خوا رهبري کېږي اوپه خپله د تصميم نيولو واک اوصلاحيت نه لري .
محب دغه خبرې پرون په کابل کې د هوايي ځواکونو د قول اردوګانو د کتنې په بهير کې وکړ .
هغه وويل حکومت د سولې د تامينولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کارولي دي خو طالبان د سولې لپاره هيڅ راز اراده او لازم اقدام نه دى ښودلى .
د ملي امنيت سلاکار زياته کړه چې طالبانو نه يواځې له تاوتريخوالي اوافغان وژنې لاس نه دى اخستى بلکې په لويو لارو کې له خلکو د پيسو د اخېستلو او د خلکو د ځورونې او لوټمارى لاس پورې کوي.
محب وويل: طالبان خلک د هغوى د غږ د پورته کولو په خاطر وژني او عامه شتمنى او ملي تاسيسات ويجاړوي او دليل يې دا دى چې طالبان خپل واک نه دي او د يوبل هېواد له خوا کنترولېږي
حمد الله محب زياته کړه چې آن د طالبانوکورنى په بهرنيو هېوادونوکې يرغمل دي .
هغه ټينګارکړى دى چې افغان ځواکونه بشپړ تيارى لري چې د طالبانو په وړاندې له خپلو خلکواو هېواد دفاع وکړي.
ختم-ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته