سیاستخبرونه

د ملي امنيت سلاکار له خپل بحريني سيال سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

د ملي امنيت سلاکار پرون د بحرين په پايتخت کې له خپل بحريني سيال سره وکتل.

باختر آژانس ته د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بحرين په پايتخت منامه کې له خپل بحريني سيال شيخ نصير بن حمد الخليفه سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له ورانکارو او تروريستي ډلو سره پر ګډې مبارزې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو پر ټينګښت خبرې وکړې.

پاى \ ذ

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته