سیاستخبرونه

د ملي امنيت سلاکار له خپل بريتانوي سيال سره وکتل

کابل/د چنګاښ ۳۱مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په لندن کې له خپل سيال سير سټېفن لاګرو سره وکتل. د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د دواړو دولتونو تر منځ د همکاریو د دوام،د سولې او امنيت او د تروريزم پر ضد د مبارزې په هکله خبرې وکړې. لاګرو وويل، هېواد يې د افغانستان د ملاتړ دوام ته لېوال دی او د ملاتړ د چوکاټونو په تنظيم کې به همکاري وکړي. دواړو لوریو د سيمه‌يزو سيالانو د همکارۍ په مرسته د امنيت او ګډو لاس ته راوړنو او موخو ساتنې ته لېوالتيا څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته