کابل/ د چنګاښ ۳۱مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب بریتانیا ته د خپل سفر په لړ کې د اعيانو مجلس له غړې بارونس فيونا هاډسن سره وکتل.
دواړو لوریو د افغانستان د اوسني وضعيت په هکله نظرونه سره تبادله کړل. دغه راز د افغانستان د ملاتړ د بېلابېلو لارو، د ښځو او په ټوله کې د بشر د حقونو د ملاتړ په اړه بحث وشو.