سیاست

د ملي امنيت شورا سلاکار د غور او بادغيس له مدني فعالانو سره وکتل

کابل / د کب ۵ مه / باختر
د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د غور او بادغيس له مدني فعالانو سره وکتل.
د ملي امنيت شورا دفتر په رسمي پاڼه کې ليکل شوي دي: د ملي منيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د غور او بادغيس له مدني فعالانو، ځوانانو، ليکوالانو او د پوهنتونونو له استادانو سره د امنيتي حالت، ښې حکومتوالۍ او د دولتي خدمتونو د وړاندې کولو په اړوند خبرې اترې وکړې.
د دغو ولايتونو مدني فعالانو د سولې خبرو اترو او په دې اړه د حکومت د دريځ ملاتړ وکړ او د سولې په خبرو کې یې د ځوانانو رول مهم او ارزښتناک وباله.
دغه راز هغوى د امنيتي حالت، د پرمختيايي پروژو د تطبيق، د برېښنا د ستونزو، په انډوليز ډول د پرمختيايي بودجې د وېش، پوهنتونونو ته د ودانيو د جوړولو او د پوهنځيو د زياتوالي، تحصيلي بورسونو، د جام څلي د حالت او په غور او بادغيس کې د کارموندنې په تړاو د مرکزي ادارې د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ملي امنيت شورا سلاکار د امنيتي حالت په بدلون کې د ځوانانو او استادانو رول مثبت او غېزمن وباله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د ټولنې د قشرونو د ستونزو د حل او د سيستم د اصلاح په برخه کې له سيمه یيزې ادارې سره همکاري وکړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته