سیاستامنیت

د ملي امنيت شورا : واکمن دولتي هيئت د بهسودو پېښه څېړي

٣١- کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
يو واکمن دولتي هيئت پرون د ميدان وردګو بهسودو ته تللى دى تر څو هغه پېښې او حالت چې په دغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي، وڅېړي.
د ملي امنيت د شورا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ، د افغانستان د اسلامي جمهوريت واکمن هيئت پرون د ملي امنيت د شورا د دفتر د مرستيال دګرجنرال عباد الله عباد په مشرۍ د بهسودو د لومړى برخې ولسوالۍ ته تللى دى او همدا اوس د پېښې د څرنګوالې په څېړنه او له سيمه ييزو مقاماتو، خلکو اومصيبت ځپلو سره په کتنه بوخت دى.
په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې هيئت کومې نتيجې ته رسېدلى دى که څنګه ؟
بايد وويل شي د جمعې په ورځ د دولتي ځواکونواواعتراض کوونکوترمنځ د بهسودو په لومړى برخه کې جګړه وشوه چې له امله يې يوشمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته .
که څه هم د پېښې له سيمې څخه بېلابېل خبرونه ورکړ شوي دي خو تراوسه پورې د دغې جګړې اصلي علت نه دى مشخص شوى .
امنيتي خبرځايونه وايي دغه جګړه د امنيتي ځواکونو او د علي پور له غيرمسوولو وسله والو کسانو ترمنځ رامنځته شوې ده .
د سيمې خلک د بهسودو ولسوالۍ د امنيه قوماندان د ګوښه کېدو غوښتنه کوي اوپه هغه د جانبدارانه چلند تور لګوي .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته