خبرونهامنیت

د ملي امنيت يو کارکوونکى ترور شو

کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د ننګرهار د ملي امنيت يو کارکوونکى د ناپېژاندو وسله والوکسانو په ډزو کې ووژل شو.
دغه پوځي نن سهار کله چې له کور څخه د دندې په لور روان و ، په جلال اباد ښار کې د يرغلګرو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
د ننګرهار يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې يرغلګر په تېښتې بريالي شوي دي او امنيتي ځواکونه د هغوى په لټه کې دى .
د ننګرهار د ملي امنيت د دغه کارکوونکي هويت تراوسه پورې نه دى افشا شوى تراوسه پورې د ملي امنيت د دغه کارکوونکى د ترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو د افغانستان د حکومت جګپوړي مقاماتو وسله وال طالبان په هېواد کې د هدفمندو وژنو په ګډون د ډار اچوونکو بريدونود زياتوالي عاملين بولي.
ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته