سیاستخبرونه

د ملي امنیت سلاکار د بین المللي پولیسو د همغږي کمېټې ناسته پرانیسته

 کابل / د کب۱٤/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون له غرمې وروسته د چارچنار په ماڼۍ کې د بین المللي پولیسو د همغږي کمېټې ناسته چې  د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د بېلابېلو هېوادونو استازي او د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکویو ګډون درلود  پرانیسته.

ډاکټر محب په خپله وینا کې د بین المللي پولیسو د همغږي بورډ  په تېره بیا د اروپايي ټولنې د کارونو په ستاینې سره وویل، چې د افغان ملي پولیسو څخه ستاسو  دوامداره ملاتړ خورا  ارزښتناکه دی.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه،  طالبانو د امریکا له متحده ایالاتو سره تر هوکړې وروسته د سولې د دریځ د اختیارولو  پر ځای، خپله جنګي سټراټېژي لا تاوتریخوالي  ته واړوله او دغه بریدونه یې  یوازې تر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو محدود پاتې      نه شول، بلکې ولسي خلک، ټولنیز فعالان، لیکوالان، ژورنالیستان او ملکي کارکوونکي یې په نښه کړل خو په دغه  وضعیت سره سره د افغانستان ملي پولیسو له تروریزم سره د جګړې تر څنګ په هېواد کې د قانون د تطبیق لپاره ډېرې سرښندنې کړې دي.                         د کورنیو چارو وزارت له پېچلو شرایطو سره سره توانېدلی چې د حساب وړاصلاحات پلي کړي. د خدمتونو د وړاندې کولو او له فساد سره د مبارزې لپاره انلاین مرکز  له جوړولو، په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو د حضور پراخولو او له نشه يي توکو او جنایي جرمونو سره د مبارزې د سټراټېژي د اسنادو له بشپړېدو سره سره دغه وزارت له ځینو ستونزو سره مخ دی چې د حل قابلیت لري.  د دغو ستونزو د هوارۍ او  وړ پایلې ته د رسېدو په خاطر د کورنیو چارو وزارت د ظرفیت د لوړاوې لپاره د ملي پولیسو د ملاتړو هېوادونو لاسنیوي ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له نړیوالې ټولنې، اروپايي اتحادیې  او نورو متحدانو مننه وکړه او و یې ویل،  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو          په راس کې د روڼتیا، حساب ورکولو او اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او د اوسنیو اصلاحاتو په راتګ سره عام  ملاتړ د ملي پولیسو څخه زیات شوی.

پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته