خبرونهامنیت

د ملي امنیت سلاکار د شمال د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ته لاړ

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د هېواد په شمال کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ته ورسېد.
ټاکل شوې ده ډاکټر محب په دغه سفر کې د امنیتي وضعیت په اړه د بلخ، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، فاریاب، سمنګان، سرپل او جوزجان له والیانو سره وګوري.
په سفر کې به د ملي امنیت سلاکار په شمال زون کې د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي سرتېریو د لاسته راوړنو قدرداني هم وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته