سیاست

د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سره وکتل

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونټیکوروو سره وکتل.
باختر آژانس ته د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې داوړو لوریو د غوڅ ملاتړ پر ماموریت، د تروريزم پرخلاف د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا د زیاتېدو او پر روانو اصلاحاتو چې تر۲۰۲۴ کاله پورې د یادو ځواکونو بشپړ مالي ملاتړ هم په کې شامل دی، خبرې وکړې.
پای

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته