کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون په کابل کې د ناټو له ملکي سفیر سره وکتل.
باختر آژانس ته د ملي امینت شورا دفتر د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار ډاکټرحمدالله محب په افغانستان کې د ناټو له سفير سټيفانو پونتيکوروو سره وکتل.
په کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ناټو ترمنځ د اړیکو، د سولې بهير، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د اوربند د ټينګښت په اړوند خبرې وکړې.
پاى \ ذ
7 د یوې دقیقې څخه لږ