امنیت

د ملي امنیت عمومي رییس تخار ته لاړ

تالقان/ د کب / ۱۶/ باختر
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج پرون د تخار د امنیتي حالاتو د څېړنې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.
د تخار د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، د ملي امنیت عمومي رییس د تخار ولایت د سرپرست او مرستیال شفیق الله سره په هغې کتنه کې چې درلوده د امنیتي حالاتو، له تروریزم سره د مبارزې او د دغه ولایت د امنیتي حالاتو په اړوند د خلکو د اندیښنو په اړه خبرې اترې وکړې .
د ملي امنیت عمومي رییس په دغه سفر کې د ولایتي شورا له رییس او غړو ، د عالمانو شورا رییس ، جهادي قوماندانانو او د دغه ولایت د مدني ټولنې له غړو سره هم وکتل او د امنیتي حالاتو په باب یی د دوی وړاندېزونه او نظریات واورېدل .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته