امنیت

د ملي امنیت یوکارکوونکی په نیمروزکې ترور شو

کابل / د زمري ۱۳ / باختر
ناپېژاندو وسله والو د ملي امنیت یو کارکوونکی نن له غرمې مخکې په نیمروزکې ترور کړ.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد صدیق نورزهي باخترآژانس ته وویل چې د نیمروز د ملي امنیت کارکوونکی احمد شاه د زرنج ښارد ۳ ناحیې په مربوطاتوکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ترورشو.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او په دې اړه د پولیسو څېړنې پيل شوې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته