ټولنه

د ملي بس شرکت د کابل ښار په دریو لینونو کې سل ملي بس موټر موظف کړي

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د ملي بس دولتي شرکت په بیا فعالېدو سره نن په کابل ښار کې ۱۰۰ ملي بس موټر په کار واچول.
د باخترآژانس د خبریال د خبر له مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د ملي بس دولتي شرکت رییس مولوي محمد ایوب وویل نن د خوشحالۍ ځای دی چې د ملي بس دولتي شرکت له ځنډ وروسته د کابل ښار په دریو لینونو کې خپل فعالیت پیلوي.
هغه خلکو ته د دغه شرکت خدمتونه مهم وبالل او ویې ویل د افغانستان اسلامي امارت تصمیم ونیوه چې د ملي بس دولتي شرکت خپل فعالیتونه پیل کړي او خلک و کولای شي د دوی له وسایطواستفاده وکړي.
د ملي بس رییس د دغه شرکت ټول وسایل بیت المال وبالل او له خلکو یې وغوښتل چې د هغه په ساتنه او څارنه کې پاملرنه وکړي.
د ملي بس د دولتي شرکت فني او د ګټې اخیستنې مرستیال حمیدګل حمیدي وویل دغه شرکت په ۱۳۴۰ کال کې د شرکت سرویس په نامه د ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد خپل فعالیت پیل کړ، چې وروسته د ملي بس د تصدۍ په نامه ونومول شو.
هغه زیاته کړه چې دغه شرکت د تخنیکي دلایلو له امله له فعالیت څخه پاتې شوی و چې له نیکه مرغه نن د ۱۰۰ سترو او کوچنیو موټرو په بیا فعالېدو سره خپل فعالیت په کابل، پکتیا، هرات، بلخ، او ننګرهار پیل کړ.
هغه وویل چې د دغه شرکت د وسایطو فعالیت هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې د کابل ښار د خیرخانې، سیدنورمحمدشاه مینې(کارته نو) او د قلعه زمان خان د خراسان ښارګوتي په تګلوري کې دوام لري.
هغه د ملي بس د دولتي شرکت د غیر فعالو وسایطو د ترمیمولو په برخه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه.
د ملي بس د شرکت مرستیال انجنیر حبیب الله حدید د دغه شرکت د وسایطو د شمېر په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه د ملي بس دولتي شرکت د هېواد په مرکز او ولایتو کې ۱۰۴۹ډول ډول موټرونه لري چې ۶۲۶ یې د کابل ښار په درې حوزو او ۴۲۳ نور یې په ولایتونو کې دي.
هغه وویل زیاتره دغه وسایط غیر فعال شوي دي چې په دې وروستیو وختو کې د دغو وسایطو یو شمېر پرزې له هندوستان څخه راوړل شوې دي، چې د ترمیمولو کار یې پیل شوی دی او نن ۱۰۰ موټرونه یې له ترمیمولو وروسته خپل فعالیت بیا پیلوي.
د مالېې وزارت د دولتي شرکتونو تجارتي رییس جاویداحمد دوست وویل د ملي بس دولتي شرکت په دې وروستیو وختو کې زیات زیان زغملی دی او دغه شرکت له دولتي سبسایدي پرته فعالیت نه شي کولای.
هغه وویل هلې ځلې دوام لري چې دغه شرکت پیاوړی شي او خلکو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته