کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد کندز ته په سفر کې له ۲۱۷عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې سفر کې د هېواد د پولو د ساتنې او ښه امنیت د تامینولو په خاطر د ۲۱۷عمري قول اردو د مسوولینو او منسوبینو فعالیتونه او کارونه وستایل او لازمې لارښوونې یې وکړې.
ج-ا
12 د یوې دقیقې څخه لږ