امنیت

د ملي دفاع وزارت مرستیال د کونړ امنیتي وضعیت وڅېړه

۴۲- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د لوړ پوړو مسوولینو په ملتیا د کونړ د امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او د افغان امنیتي ځواکونو په مټ یې په دغه ولایت کې امنیت پیاوړی او ډاډمن یاد کړ.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل وویل چې افغان ځواکونه د دې جوګه شوي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي، خو په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستې هم د پام وړ او مهمې وبللې.
میاخېل زیاته کړه چې نړۍ او افغانان نور نه غواړي چې افغانستان بیا داخلي جګړو ته لاړ شي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال وویل: زموږ امنیتي ځواکونه مجهز دي او ټول پلانونه په خپله پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده چې د کونړ خلک د نظام او فغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړي دي او همدا لامل دی چې امنیت یې ښه او ډاډمن دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته