خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت :په غزني کې د بهرنیو ډار اچوونکو په ګډون ۲۲ډار اچوونکي ووژل شول

کابل / دسلواغې ۲۲/ باختر
د ملي دفاع وزارت نن اعلام کړی دی چې په غزني کې د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو یوه کار خانه او د ځانمرګو کسانو د اوسېدو مرکز په دغه ولایت کې ویجاړ شو .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو ویلي دي چې د ملي دفاع وزارت په کوماندویي عملیاتو کې چې دغزني د ده یک ولسوالۍ په ده یک کلي کې تر سره شول، د طالبانو د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو د سیمې یوه قرار ګاه او د ځانمرګو کسانو د اوسېدو مرکز ویجاړ کړ.
په دغو عملیاتو کې د ۶ تنو عربانو، ۲ پاکستانیانو او ۲ تاجکستانیانو په ګډون ۲۲ ډار اچوونکي ووژل شول او ۴ نوریې ونیول شول .
د ملي دفاع وزارت دغه راز وایي چې د ملي اردو د کوماندویانو په عملیاتو کې د ځانمرګو کسانو د لوژستیک د مسوول شهبازخان په ګډون ٣ تنه نور نیول شوي دي او د دښمن ۱۶ ځانمرګي واسکټونه او ۱۶ ټنه چاودیدونکي توکي چوول شوي دي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته