خبرونهټولنه

د “ملي سترخوان” پروګرام په تخار کې پرانیستل شو

۳۸- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په تخار کې د ملي دسترخوان پروګرام نن د دغه ولايت د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست په چوکاټ کې پرانیستل شو.
د تخار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس انجنير صبغت الله نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پروګرام په دوو پړاوونو کې عملي کېږي. په لومړي پړاو کې په نمک آب، ورسج، بهارک، هزارسموچ، خواجه غار، دشت قلعه او چاه اب ولسواليو او د تالقانو ښار کې او په دويم پړاو کې د تخار نورې ولسوالۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نيول کېږي.
نظري زياته کړه: په دغو ولسواليو کې٦ زرو ٢٤١ کورنۍ له دغه پروګرام څخه ګټه واخلي چې پر هرې کورنۍ د څلورزره افغانيو په ارزښت خوراکي توکي وېشل کېږي.
هغه دغه راز د پروګرام له مسوولينو او د پرمختيايي شوراګانو له رييسانو وغوښتل چې د دغه پروګرام په تطبیق کې جدي عمل وکړي چې دغه بهير له بشپړ شفافيت څخه برخمن وي.
وروسته د تخار والي عبدالله قرلق د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت له مشرتابه څخه په مننې سره د دغه بهير پر شفافيت ټينګار وکړ او له رسنيو، مدني فعالانو او د تخار له خلکو وغوښتل چې ددغه پروګرام څارنه وکړي چې په اساسي ډول تطبيق شي.
دغه راز د خانقا کلي د پرمختيايي شورا رييس د تخار د ورسج ولسوالۍ د پرمختيايي شوراګانو د رييسانو په استازيتوب د دغه پروګرام دتطبيق هرکلي وکړ او له دولت سره يې د دغه پروګرام د تطبيق په خاطر د مرستې ژمنه وکړه.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته