سیاست

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیاله: جاکارتا کولی شي، چې د افغان سولې په برخه کې مثبت او جوړونکی رول ولوبوي

کابل \ د غویي١٦مه \ باختر
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ د ويډيوکنفرانس له لارې، د اندونزیا هېواد د سفیر او د پوهنتون له استادانو سره د سولې پروسې او د شخړو د حل په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې په دې پروګرام کې چې د هېواد د بهرنیو چارو او ښځو چارو وزارت استازو هم حضور لاره، د افغان سولې په برخه کې د اندونزیا هېواد له مثبت رول څخه قدردانی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.
هغې د سولې په برخه کې په وروستیو بدلونونو کې د مېرمنو په رول، د نړیوالې ټولنې په برخه اخیستنې، د اندونزیا هېواد د مرستو په دوام او د شخړو د حل په برخه کې د دې هېواد د تجروبو په تړاو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د افغان سولې په پروسه کې یې د جاکارتا رول مثبت یاد کړ.
دغه ويډيو کنفرانس په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټنګښت کې د اندونزیا هېواد د مرستو ډېرېدل تر عنوان لاندې جوړ شوی و، هڅه کېږي، چې د افغان سولې په برخه کې د دې هېواد د مرستې او د اړیکو پیاوړتیا تحقق پیدا کړي. .
په دې ويډيو کنفرانس کې د اندونزیا هېواد د پوهنتون استادانو او د پروګرام نورو ګډونوالو، د هېواد په وروستي امنیتي وضعیت، د سیمي او نړۍ د سولې او ثبات په تړاو د اندونزیا هېواد په بهرني سیاست، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دې هېواد په غړیتوب، د افغان سولې سره د همکاریو په څرنګوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزه همکاریو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته