فرهنګ

د ملي نګارستان د نقاشۍ د ترمیم شويو آثارو نندارتون جوړ شو

کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د ملي نګارستان د نقاشۍ د ترمیم شويو آثارو نندارتون چې د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې زیانمن شوي وو؛ نن په کابل کې جوړ شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د سرپرست ډیپلوم مهندس عبدالاحد عباسي، د دغه وزارت د سلاکارانو او د یوشمېر هنرمندانو او فرهنګي شخصیتونو په ګډون جوړ شو؛ لومړی، د فرهنګ او مدني ټولنې بنسټ اجراییوي رییس تیمورشاه حکیمیار د يادو آثارو په اړه معلومات ورکړل.
هغه څرګنده کړه چې د تېرو جګړو او ناخوالو په بهير کې د ملي نګارستان د نقاشۍ ٢١٠ آثار زيانمن شوي وو چې د دوو بریتانیايي متخصصینو له ارزونې او څېړنې وروسته ۱۵۰ آثار د ترميم لپاره انتخاب شول او د فرهنګ او مدني ټولنې بنسټ له لارې او د بريتانيا د برتش کنسل د متخصصينو په همکارۍ، ٣١ آثار ترميم او پاتې يې د کروناویروس د خپرېدو په دلیل وځنډول شول.
حکیمیار زیاته کړه چې دغه راز د برتش کنسل په همکارۍ، د ملي نګارستان، ملي موزیم، ملي آرشیف او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي یوشمیر مسلکي کارکوونکو ته د نقاشۍ د آثارو د ترميم او ساتنې روزنیزه کارګاه په کابل کې جوړه شوه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت سرپرست په خپلو خبرو کې د ملي نګارستان د نقاشۍ د آثارو ترمیم او ساتنه یو مهم او ارزښتناک ګام وباله او د دغو آثارو د ترميم او د روزنیزې کارګاه د جوړولو په خاطر د فرهنګ او مدني ټولنې بنسټ او همدارنګه د بریتانیا د برتش کنسل له همکارۍ څخه مننه وکړه.
په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار فقیر میوند او د هنرستان رییس محمد هاشم شارق خبرې وکړې او د نقاشۍ د یادو آثارو د ترمیم او ساتنې په خاطر یې د فرهنګ او مدني ټولنې د بنسټ او د برتش کنسل له همکارۍ څخه مننه وکړه.
د مراسمو په دوام د فرهنګ او مدني ټولنې بنسټ اجرايیوي رییس د فرهنګ او هنر معینیت د سرپرست پر وړاندې د نقاشۍ د آثارو د ترميم د موادو ۲۶۲ قلمه سندونه چې د بريتانیا د برتش کنسل له خوا افغانستان ته راوړل شوي وو؛ د ملي نګارستان آمر ته وسپارل.
دغه راز د ملي نګارستان د یو شمېر مسلکي انځورګرو ته د نقاشۍ د آثارو د ترمیم وسايل ورکړل شول.
د مراسمو په پای کې ګډونوالو د ملي نګارستان د ترميم شويو آثارو نندارتون وکوت.
پاى \ع\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته