TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ملي ګټو دفاع او د نظام پیاوړتیا

کابل/ د کب ۱۶مه/ باختر
هېڅوک پر دغه واقعیت سترګې پټولی نه شي چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د داسې نظام بنسټ کېښود چې د خلکو له ارادې سرچینه اخلي او د مشروعیت معیار یې هم د خلکو اراده ده. اوس د دغه نظام د راتلونکي برخلیک په اړه خبرې روانې دي او هر څوک دا موضوع له خپل لیدلوري څېړي. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
افغانستان له بن کنفرانسه راوروسته د نظام جوړونې پر لور یون پيل کړ. دا څرګنده ده چې د نظام جوړونې لپاره تر هرڅه وړاندې د قانوني او حقوقي چوکاټ جوړولوته اړتیا ده.
له قانوني او حقوقي چوکاټه پرته د نظام جوړول به له هسې خورو ورو هڅو او کوښښونو پرته نور څه نه وي. له دې امله د منځ مهالې ادارې اصلي دنده دا وه چې دغه راز چوکاټ جوړ کړي. د اساسي قانون د تسوید کمېسیون جوړ شو او دغه کمېسیون یوه طرحه برابره کړه او بیا دا طرحه ټولپوښتنې ته هم وړاندې شوه او بیا د اساسي قانون لویه جرګه راوغوښتل شوه او دې جرګې له اوږدو بحثونو وروسته د افغانستان اساسي قانون تصویب کړ. د افغانستان نننی نظام دهمدغه اساسي قانون پر بنسټ ولاړ دی. په تېروکلونو کې چې افغانانو د نظام جوړونې په برخه کې کوم پرمختګ کړی دی، د همدغه اساسي قانون په رڼا کې یې کړی دی.
که د افغانستان نظام ته د ولسواکو ارزښتونو له اړخه وکتل شي؛ نو دا واقعیت له ورایه تر سترګو کېږي چې دا نظام له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، یو له ښو نظامونو څخه دی او ښه والی یې هم دا دی چې د خلکو اراده د دغه نظام بنسټ جوړوي او د مشروعیت معیار یې هم د خلکو اراده ده. پر بلې وینا تر دې وروسته باید څوک کوښښ ونه کړي چې د زور، کودتا، پوځي بغاوت او پاڅون، له پردیو سره د ناروا جوړجاړي له لارې واک تر لاسه کړي. د واک د تر لاسه کولو فورمول په اساسي قانون کې پوره روښانه دی. که څوک غواړي د واک پر ګډۍ کېني او دا د هر چا حق دی، نو باید د ملت ارادې ته مراجعه وکړي، ځان کاندید کړي او له خلکو رایه واخلي. د واک د ترلاسه کولو بله لاره په اساسي قانون کې نشته. د افغانستان خلک هم اوس له انتخاباتو سره ښه بلد دي او دا د خپلې ارادې د ښکاره کولو تر ټولو معقوله لاره ګڼي. دوی له ټولو ګواښونو او ننګونوسره سره په تېرو څو دورو کې په ډول ډول انتخاباتو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته یې رایه ورکړه.
افغانانو د نظام د پیاوړتیا لپاره په تېرو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي او نه غواړي چې دا قربانۍ یې اوبه یوسي. کله نا کله یو شمېر سیاستوال د نظام او سولې تر منځ پر اړیکو بحث کوي؛ خو له بده مرغه دا بحث په سمه او رغنده توګه نه کوي؛ بلکې دغه بحث ته تخریبي اړخ ورکوي او داسې وایي چې نظام او سوله سره په تضاد او ټکر کې دي. دغه راز دریځ او استدلال له پيله تر پایه ناسم دی. نظام او سوله نه دا چې سره په ټکر کې نه دي؛ برعکس د یو بل لازم او ملزوم دي. که نظام نه وي؛ نو سوله هم نشته. دا دواړه مفاهیم باید د یو بل په مقابل کې سره ونه دروو. پياوړی نظام د تلپاتې سولې ضمانت کوي او تلپاتې سوله د نظام پیاوړتیا تضمینوي. که موږ غواړو چې سولې ته ورسېږو؛ نو باید نظام غښتلی او پياوړی کړو، که موږ غواړو چې سوله دوام ومومي، باید نظام غښتلی کړو. همدارنګه که موږ غواړو چې د خلکو له ارادې راټوکېدلی نظام لا غښتلی او پياوړی شي او د شاتګ ټول پلونه یې ونړېږي؛ نو باید تلپاتې سوله ټینګه کړو.
نن د افغانانو ملی ګټې د نظام په پیاوړتیا او سولې ته په رسېدو کې نغښتې دي. موږ باید د یو پیاوړي او غښتلي نظام په شتون کې د سولې ارمان پوره کړو.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته