خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ملي ګټو د دفاع سنګر

کابل/ د چنګاښ ۶مه / باختر

افغانستان د تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي. نه یوازې د جمهوریت د پایښت او بقا خبره مطرح ده؛ بلکې د یو آزاد، خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د افغانستان د بقا او پایښت خبره هم مطرح ده او دا کټ مټ هغه څه دي چې له ټولو افغانانو د ملي ګټو د دفاع په سنګر کې د درېدو غوښتنه کوي.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

له بده مرغه یو شمېر شنونکي وایي چې د ملي ګټو روښانه او واضح تعریف نشته. دغه راز انګېرنه له پیله تر پایه ناسمه ده. د ملي ګټو تر ټولو ساده او عام فهمه تعریف دا دی چې په هرهغه څه کې چې د ټول ملت ګټې نغښتې وي، ملي ګټې بلل کېږي. لکه آزادي، خپلواکي، ملي حاکمیت، جمهوریت، بشري حقونه، ډول ډول مدني ازادۍ، سوله، پرمختګ، سوکالي او نېکمرغي. ملي ګټې د دغو ارزښتونو ټولګه ده. اونن له بده مرغه تپل شوې جګړې داسې حالت رامنځ ته کړی دی چې دا ارزښتونه، یانې  ملي ګټې له ګواښ سره مخ دي او که افغانان خپل ملي او تاریخي مسوولیت ته ځیر نه شي او هغه په ښه توګه سرته ونه رسوي؛ نو زموږ ملي ګټې زیانمنېدای شي.

جګړې زور اخیستی دی او په دې لعنتي جګړه کې نه یوازې زموږ ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا ټپيان کېږي؛ بلکې زموږ تاسیسات او زېربناوې هم له خاورو  سره خاورې کېږي. که څوک لږهومره عقل او منطق ولري او په وینه کې یې له وطن سره ډېره لږه مینه هم وي، باید پر دغو حالاتو اندېښنه څرګنده کړي، سرپه ګرېوان کې کښته کړي او هراړخیز فکر وکړي. افغانان باید د یوې او بلې ولسوالۍ او پوځي قرارګاه سقوط ته بابیزه ونه ګوري. هرکله چې په افغانستان کې جګړه زور اخلي، تر شا یې د افغانستان د تاریخي دښمنانو لاس دی. په فراه کې د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ ویجاړول د جګړې تر شا د دغه راز پټو لاسونو د شتون ښه ثبوت دی. ورته پېښې ډېرې دي. افغانان باید له دغه راز پېښو سره برسیرن چلند ونه کړي؛ بلکې ژور چلند وکړي او د ملي ګټو په رڼا کې چلند وکړي. همدارنګه احساساتی چلند ته هم اړتیا نشته. زموږچلند باید د ملي ګټو، عقل او منطق پر بنسټ ولاړ وي. احساساتي چلند د احساساتي پرېکړو او اقداماتو سبب کېږي او احساساتي پرېکړې او اقدامات کله هم ښې پایلې نه شي رامنځ ته کولای. موږ د ملي ګټو په رڼا کې د اوسني وضعیت هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لرو، داسې ارزونې ته چې د وروستیو پوځي او سیاسي پرمختیاوو په تحلیل کې مرسته وکړي، د ستونزو اصلي لاملونه راوپېژني.

نن د یووالي او پيوستون وخت دی، نن د ملي ګټو د دفاع په سنګر کې د درېدو وخت دی، نن د ټولو ډول ډول اختلافاتو یوې خوا ته د اېښودو او تر ملي بیرغ لاندې د ټولېدو او یو کېدو وخت دی. که څوک په دغه کړکېچن او حساس پړاو کې خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو لوړې بولي او د جمهوریت، نظام او په ټوله کې د یو آزاد، خپلواک او سرلوړي افغانستان د بقا او پایښت په اړه فکر نه کوي؛ نو مانا یې له وطن اوملت سره له خیانته پرته بل څه کېدای نه شي. ملت باید د دغه راز ملي خاینینو پر وړاندې کلک ودرېږي او هېواد له اوسني ناورینه وژغوري. افغانان دا وړتیا لري او د تاریخ په اوږدو کې له خورا سترو او سختو ازمونونو بریالي او سرلوړي راوتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته