امنیت

د ملکروملتوسازمان د امنيت شورا: په کندزکې پرلمونځ کوونکو د مرګانى بريدعاملان دې مجازات شي

کابل /دتلي ١٨مه /باختر
د ملګروملتوسازمان د امنيت شورا د افغانستان په شمال کندز کې پرلمونځ کوونکو مرګانى بريد وغانده اوهغه يې ډآرن او تروريستي عمل وباله .
دغه شورا په يو ليک کې د دغې پېښې د څېړنې اود هغه د عاملينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده .
په دې ځانمرګې بريد کې چې د کندز په يوجومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولوپه وخت کې وشو څه د پاسه ١٢٠تنه ملکيان ووژل شول او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول
داعش د دغه بريد مسووليت په غاړه واخيست .
له بله پلوه اسلامي امارت د دغه بريد په غندلو سره وويل چې ډير ژربه د دغې تروريستي پېښې عاملين ونيسي اوسزا به ورکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته