خبرونهامنیت

د ملکي شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د مرستې طرزالعمل تاييدشو

١٤- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د ملي امنيت شورا د دغه شورا د مرستيالانو د کمېټې په غونډه کې د ملکي شهيدانو اوټپيانو له کورنيو سره د مرستې طرز العمل تاييدکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د دغه طرز العمل پر بنسټ حکومت د جګړې په بهير کې د ملکي شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته به زياته پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه هم خبرې وشوې او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د ملکيانو کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي او د هغوى ساتنه او د امنيت تامينول د خپل کار په لومړيتوب کې ونيسي.
دغه راز د امنيت شورا د مرستيالانو د کميټې غونډې پرېکړه وکړه چې د عامه ساتنې اداره دې د ملي پروژو او د عامه تاسيساتو د امنيت تامينولو ته پاملرنه وکړي او ملي پوليس خپلې اساسي دندې ته چې د قانون تنفيذ دى راستون شي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته