سیاست

د ملګروملتو سازمان له افغانستان سره د ملاتړ اوهمکارى د دوام ژمنه وکړه

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د ملګروملتو سازمان اعلام کړى دى چې په افغانستان کې خپل سياسي او بشر دوستانه ماموريت ته دوام ورکوي.
د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي وياند استفان دوجاريک ويلي دي څرګنده ده چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل به په ټول هېواد اغيزه وکړي.
موږ د شرايطو څېړنې ته دوام ورکوو خو په افغانستان کې به زموږ کار د پخواپه شان دوام وکړي.
دوجاريک ويلي دي د ملګروملتوسازمان له زياتې مودې راپديخواپه افغانستان کې د پرمختيا بهير د پرمخ بيولو لپاره د بشر دوستانه په برخه کې فعاليت کوي اوموږ به د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړواو د ملګروملتوسازمان به په افغانستان کې له واکمن حالت سره ځان همغږى کړي .
بايد وويل شي چې د ملګروملتوسازمان په افغانستان کې د خپل دايمي دفتر( د ملګروملتو پرمختيايي ادارې ) تر څنګ په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د معاونت هيئت دفتر ( يوناما) هم شل کاله مخکې جوړ کړچې د افغانستان د بحران د حل د څېړنې چارې ، ښې حکومتوالى اوله افغانستان سره د نړيوالو مرستود بهير مديريت کوي.
د ملګروملتو د سازمان سرمنشي په افغانستان کې دوه استازي لري کاناډايي ميرمن دبوراه لاينزچې د يوناما رييسه ده او فرانسوي ديپلومات ژان ارنود افغانستان اوسيمې په مسايلو کې د ملګروملتو سازمان د سرمنشي د شخصي استازي په توګه ګومارل
شو ى دى چې دغه شخړې ته د سياسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.
د ملګروملتو سازمان له څلويښتو کلونوراپديخوا په افغانستان کې په سياسي خبروکې شامل دى د افغانستان د وخت د دولت چې د ډاکټر نجيب الله له خوا رهبري کېدل اود پاکستان د دولت ترمنځ او د ژينو موافقه ليک د ملګروملتو سازمان د هلوځلو نتيجه وه چې له افغانستان څخه د وخت د شوروي ځواکونو د وتلو سبب شوه.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته