ورزش

د مندوخېلو همت لوبډلې په خوست کې د فوټبال سیالیو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ

کابل / د تلې ۲۰ مه / باختر
د خوست د لکڼو جبې په سیمه کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شویو سیالیو د اتلولۍ جام د مندوخېلو لوبډلې په خپل نوم کړ.
په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوول عبدالفتاح واکمن وايي چې پایلوبې ته د مندوخېلو همت او د لکڼو منتخبې لوبډلو لاره پيدا کړه.
سرچینه زیاتوي چې د مندوخېلو همت لوبډله وتوانېده چې په پینالټیو کې د یوه زیات ګول په وهلو سره مقابل لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې پر فوټبال سربېره په نورو برخو کې هم سیالۍ پیل شوي چې لا هم دوم لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته