ټولنه

د مهاجرت نړيوال سازمان په قندهارکې له زرګونو کورنيو سره مرسته وکړه

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
د مهاجرت نړيوال سازمان له ٢٥٠٠ کورنيوسره د نغدو پيسو اود ژمنيو وسايلو مرسته وکړه.
دغه کورنى له سروې وروسته مستحق وپېژندل شول.
د قندهار د مهاجرينود راستنولو چارو رياست يومسوول چې د دغومرستو د ويشلو مسوول و، باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې په٢٥٠٠ کورنيوپه هرې کورنى ٢٠٠ ډآلره ، درې شړۍ ، او يوشمېر ژمني وسايل وويشل شول.
هغه وويل چې په قندهارکې له اړوکسانوسره د مرستې بهير دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته