کابل / د تلې ۱ / باختر
په لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د (بریا) په نامه د والیبال پیل شویو سیالیو د اتلولي جام د مهترلام ښاروالۍ لوبډلې په خپل نوم کړ.
د مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب وايي چې د دغو سیالیو پایلوبې ته د الیشنګ مرکزي او مهترلام ښاروالۍ لوبډلو لاره پيدا کړه چې مهترلام لوبډلې وکولای شول الیشنک مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
ن/ر