خبرونهفرهنګTOPرپوټونه

د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرستې رنګينې حميدي پیغام

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
په مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه او زده کړه په نړۍ کې د یو اصل په توګه پیژندل شوې او په نړیوال قانون کې یې ځای نیولی، او د دې اصل د پلي کولو لپاره، حکومتونه دنده لري چې د خپلو اتباعو لپاره د زده کړې لازمې اسانتیاوې او مناسب تحصیلي شرایط چمتو کړي.
لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په ۴۳ مه ماده کې د هېواد وګړو ته تعلیم ته د لاسرسي په هکله راغلي: ” تعلیم د افغانستان ټولو اتباعو حق دی، کوم چې د حکومت لخوا په عامه تعلیمي ادارو کې د لیسانس تر کچې وړیا چمتو کېږي. دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازنې زده کړې، د اجباري ثانوي زده کړې چمتو کولو لپاره مؤثرې برنامې طرح او پلي کړي او په هغو سیمو کې چې په مورنۍ ژبې تکلم کيږي، د ښوونې او روزنې زمینه چمتو کړي. ”
له همدې امله د افغانستان د پوهنې وزارت ویاړي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له اساسي قانون سره سم خپل تعلیمی نصاب د ټولو ژبو د پیاوړتیا لپاره په ملي ژبو (دري او پښتو) او د هېواد درېمې رسمي ژبې لکه (اوزبیکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني، ګجري، شغناني، او واخاني) تالیف او زده کوونکو ته چمتو کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت رهبري په دې باور ده چې هره ژبه د ټولنو د خلکو قانوني، طبیعي او انساني حق دی او د تفاهم د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او حکومتونه دنده لري چې ژبې له هر ډول سیاسي تړاو او ذوق څخه لرې وساتي او د دوی د ودې او پیاوړتیا لپاره، هڅه او ملاتړ وکړي.
د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې په هېواد کې ټولو ژبو ته درناوی لري، خپله دنده ګڼي چې د هغوی د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره هڅې وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته