ورزش

د موى تاى افغان لوبغاړى د جنوبي افريقا پر وړاندې لوبېږي

کابل/ د ليندۍ١٧مه / باختر:
د موى تاى د لوبې افغان لوبغاړى يوسف جهانګير نن د جنوبي افريقا له لوبغاړي سره د سيالۍ ډګر ته ځي.
جهانګير د دوشنبې په ورځ د موى تاى رزمي لوبو په نړيوال جام کې چې په تايلند کې روان دى له خپل سينګاپوري سيال څخه لوبه وګټله اوبل پړاو ته يې لاره وموندله.
علي ظفرعاطفي د دې لوبو يو افغان لوبڅار پرون رسنيو ته وويل؛ زه په دې باوريم چې يوسف جهانګير به په دې لوبو کې ښه وځلېږي او مډال به ترلاسه کړي.
ده په ٢٠١٩ کال کې هم د برنزو مډال ګټلى و.
که جهانګير نننۍ لوبه وګټي د پنجشنبې په ورځ به په نيمه پايلوبه کې له يوه قزاقي لوبغاړي سره به لوبه وکړي.
دا لوبې چې د نړۍ ٩٤ لوبغاړو پکې برخه اخيستې ده د يکشنبې په ورځ پيل شوى او د دسمبر تر لسمې به دوام وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته