ټولنه

د ميدان وردکو له لسګونوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل /د ليندې ٢١مه /باختر
دمهاجرت نړيوال سازمان په ميدان وردګو کې له څه ناڅه ٥٠ کورنيوسره د نغدوپيسو مرسته وکړه .
دغه کورنى د وچکالى ، وزګارتيا، بېوزلۍ اود اقتصادي بحران له امله له ستونزو سره لاس اوګريوان دي او بشري مرستوته اړتيا لري.
د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينود راستنولود چارو آمر مولوي فضل عمر اخندزاده باختر اژانس ته وويل چې په دې دوره کې په هرې کورنى ٢٠٠ امريکايي ډالره او جامې وويشل شوې.
هغه وويل په ميدان وردګوکې له اړو کورنيو سره د مرستې بهيردوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته