ټولنه

د ميرزا اولنګ له بېځايه شويوکسانوسره مرسته وشوه

 سرپل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
په سرپل ولايت کې له څه ناڅه درې سوه بېځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د امام سجاديه د موسسې مسوول سيدعلي رضوي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو مرستوکې اوړه، غوړي، وريجې او بوره شته چې له ٣٨٢ بېځايه شويوکورنيو سره نن د سرپل ښار په تکيه خانه کې وويشلې شوې
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دغه کورنۍ د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ په کلي کې د وروستيو نا امنيو له امله بېځايه شوې دي.
يو تن بېځايه شوي سرفراز چې مرسته يې ترلاسه کړې وه، له حکومت څخه وغوښتل چې ډير ژر دې د دوى د کلي امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته