اقتصاد

د مچلغو بند او شبرغان ـــ اندخوی د برېښنا د مزو د لېږد تړونونه منظور شول

کابل_باختر د لړم د مياشتې٨مه
د ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ۳.۳  میلیاردو افغانیو په ارزښت پنځه نوې پروژې منظور شوې؛ چې جزئیات یې لاندې ذکر شوي.
–         په پکتیا ولایت کې د مچلغو بند د ډیزاین او جوړولو تړون؛
–         د شبرغان ـــ اندخوی د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو د لېږد تړون؛
–         د ملي دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون د ساحوي دېوال او برج قراردادونه؛
–         په ملي دفاع وزارت پورې اړوند د طبي درملو د تدارک تړون؛
–         او د آریانان – افغان هوایي شرکت لپاره د اړتیا وړ تېلو تدارک.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړیو د پکتیا ولایت د مچلغو بند او شبرغان ـــ اندخوی د برېښنا د مزو د لېږد پروژو په اړه  د بحث او منظوري پر مهال د انرژۍ او اوبو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت باندې ټینګار وکړ چې د دغو پروژو مدیریت او پلي کولو ته جدي پام وکړي.
بل لورته د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د نوې قرارګاه د ترمیماتو پېشنهادي قراردادونه چې د تدارکاتو معیاري او قانوني پروسه یې نه وه مراعت کړې او د قرارداد له ورکړې دمخه کار پېل شوی و؛ منظور نه کړل ، یوازې له شرکتونو سره د حساب تصفیه د سېستیکا غوڅ ملاتړ ادارې د تائېدي په شرط ومنل شوه.
د ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز پرېکړه وکړه چې دا موضوع او ورته نور موارد چې سېستیکا ادارې ارزولي او په هغوکې د تدارکاتو له قانون څخه سرغړونه شوې وي؛ د کورنیو چارو وزارت دې د ارزونې لپاره لوی څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړیو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د سيګار، سیستیکا غوڅ ملاتړ، د پارلمان د مالي او بودجې کمېسیون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون څارونکو، د فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې او  د افغانستان د روڼتیا څار ادارې چارواکو هم برخه اخستې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته