سیاست

دحامدکرزي پيغام

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس حامدکرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنی پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبر سوم چی اجتماعی او ملي شخصیت ملک امان کاسي دورپیښی ناورغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد ملک امان کاسی یو وطندوست ، مینه ناک ، زړه سواندی ، دخلکو خدمتګار او اجتماعی مصلح و . خپلو خلکو او وطن ته دده ملی او اجتماعي خدمات د ستاینې وړ او مړینه یې یوه ضایعه ده .
د خپلی خوا خوږۍ او ډاډګیرنی مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او دده د اجتماعی او ملی لاری پلویانو ته واړاندې کوم . الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته