امنیت

د میدان وردګو اوسېدونکو د عليپور د نیولو غوښتنه وکړه

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د میدان وردګو یوشمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د محاکمې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د میدان وردګو دغو اوسېدونکو په ننني لاریون کې له دولت څخه وغوښتل چې عليپور ونیسي او محاکمه یې کړي.
لاریون کوونکو دغه راز خپلې دندې ته د دغه ولایت د امنیه قوماندان الله داد د راستنېدو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې عليپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې یو زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته