کابل / د سلواغې ۳ مه / باختر
د میدان وردګو د سکي ورزشکارانو د دغه ولایت په دایمرداد ولسوالۍ کې د سکي ژمني تمرینات پیل کړل چې شاوخوا ۱۶ ورزشکارانو په کې برخه اخیستې.
د تمرينونو موخه د ځوانانو تر منځ د سکی لوبې ته وده ورکول او د سکی ملي سياليو لپاره چمتووالى ښوودل شوی.
د یادونې وړ ده چې په ملي کچه د سکی سیالۍ هر کال د باميانو د بابا غونډۍ په دښته کې ترسره کېږي.
ن/ر
8 د یوې دقیقې څخه لږ