ښوونه او روزنه

د میدان وردګو په سید آباد کې د یوښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د تلې ۵ / باختر
د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د یوښوونځی د نوې ودانۍ د جوړولوکارپه بشېړېدوسره د ۳۶۰ زده کوونکولپاره د زده کړې مناسبه فضا برابره شوه.
د میدان وردګو د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس خبرورکړچې د دغه ښوونځی ودانۍ د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه د ۷ اعشیاریه ۵ میلیونو افغانۍ په لګښت د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ په زرني کلي کې جوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دغه ښوونځی په ودانۍ کې ۱۰ درسي، ۲ اداري خونې ، د څښاک اوبوڅاه او نور اړین ملحقات په پام کې نیول شوي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته