ښوونه او روزنه

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د هلکانو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

کابل / د تلې ۲۰ مه / باختر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په آډانه کې د نږدې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په اول خېلو کلي کې د هلکانو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدان وردګو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاده ودانۍ ١٠ درسي او ٢ اداري خونې لري چې د ۷،۶ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوې چې په رغېدو سره یې ۳۰۰ زده کوونکو ته په مناسب چاپيریال کې د زده کړې زمینه برابره شوه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته