امنیت

د میدان وردګ – غزني په لویه لاره د برېښنايي تجهیزاتو د غلو نیول کېدل!

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د غزني برېښنا کارکوونکو له پولیسو سره په نږدې همکارۍ د لوړ ولتاژ مزي له غلا کېدو مخنیوی وکړ.
دبريښنا شرکت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د میدان وردګ – غزني لويې لارې د یوتن موټر چلوونکي د معلوماتو له مخې، د روښنايي یوشمېر دښمنانو تېره ورځ غوښتل د برېښنا د لوړ ولتاژ مزي او نور وسایل غلا کړي،هغه دغه موضوع ډېرژر د غزني برېښنا له کارکوونکو سره شریکه کړه او وروسته پولیسو د غلو په نیولو لاس پورې کړ. ویل کېږي په دې پېښه کې د پولیسو یو افسر لاس درلود چې نوموړی هم د قانون منګلو ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم غلو د میدان وردګ – غزني په لویه لاره برېښنايي تجهیزات غلا کړي وو.
د افغانستان بريښنا شرکت رهبري پلاوی د دې پېښې د مخنیوي په برخه کې د غزني برېښنا کارکوونکو او ملي پولیسوڅخه د مننې ترڅنګ له امنیتي بنسټونو غواړي، څو هغه کړۍ چې د برېښنايي تجهیزاتو په ویجاړولو او غلا کې لاس لري، ونیسي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې وسپاري.
ګران هېوادوال په دې پوهېږي چې د افغانستان برېښنا شرکت د عامه خدمتونو رسونې یو بنسټ دی او ټول هېواد کې د خدمتونو رسونې چارې پرغاړه لري. له همدې امله، له برېښنايي تجهیزاتو ساتنه چې د بیت المال یوه برخه ده، د ټولو هېوادوالو مسوولیت دی.
د برېښنايي تجهیزاتو ویجاړول او غلا کول د دې ترڅنګ چې برېښنا شرکت ته مالي زیان رسوي، د دې باعث کېږي څو ګران ګډونوال هم د څو ورځو لپاره د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شي. نو له برېښنا شرکت سره زموږ درنو هېوادوالو نېږدې همکارۍ د ټولو دیني او وجداني مسوولیت دی .پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته