کابل/ د غبرګولي١۴مه/ باختر
وحشي تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام پرون په کابل ښار کې پر تونس موټر د ماین چاودنې له امله د آریانا نیوز تلویزیون د «اغاز صبح» خپرونې نطاقه مینا خیري او د نوموړې د مور په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
جمهوررئیس محمداشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، تروریستان دې پر دې پوه شي چې پر افغانانو د تاوتریخوالي زیاتول او د رعب او وحشت فضا د ایجاد لپاره د دوی ناوړه هڅې یواځې د افغانانو د لازیاتې کرکې او نفرت لامل ګرځي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې دوام او د تاوتریخوالي زیاتول اسلامي، انساني او معقوله لاره نه ده، بلکې دا په هیواد کې روان وضعیت لا پېچلی او د سولې لپاره برابر شوي فرصت ضایع کولی شي.
د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د یادې پیښې د هراړخیزې ارزونې او د عاملینو د پېژندلو او مجازاتو د لارښوونې پر مهال د شهیدې مینا خیري او ټولو قربانیانو کورنیو، همکارانو او د مطبوعاتو لویې کورنۍ ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.